د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغانستان په فراه ولایت کې د ګوزڼ پېښې زیاتې شوې”


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي په فراه ولایت کې د ګوزڼ پيښې زیاتې شوې دي.

فیروز الدین فیروز دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځفراه ولایت ته د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي په دې ولایت کې په ماشومانو کې د ګوزڼ او خوار ځواکۍ مخنیوي لپاره د واکسینو په ورکړې کې ستونزې د اندیښنې وړ وبللې.

د فراه والي محمد اصف ننګ د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد په مبارزه کې د خلکو د معلوماتو د زیاتیدو او د مطبوعاتو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ له بیخې لږ داسې هیوادونو دي چې د ګوزڼ رنځ لا هم پکې موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG