د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۱۰ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضياعبدالزي مشال راډیو ته ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په پایله کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

عبدالزی وايي، دغه وسله وال د امارت اسلامي ډلې پورې تړلي و او په خبره يې ویل کیږي چې په دې لسو وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندان چې د لغمان ولایت ته مشر نومول شوی و، وژل شوی.

XS
SM
MD
LG