د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې مشر حا فظ سعید خان وژل شوې دي.
د افغانستان د ملي امنیت اداري لخوا نن په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوې دي چې د ننګرهار په اچین ولسوالې کې تیره شپه په ډرون برید کې د پاکستان او افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید خان وژل شوې دي.
د دې پیښي په اړه اسلامي دولت وسله والې ډلي یا داعش له تر اوسه رسنیو ته څه ندي ویلي .
بلخوا په ننګرهار کې د دوو وسله والو ډلو تر مینځ د جګړي له وجې په لسګونه کورنیو سیمه پریښودي ده.
د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د وسله والو ډلو ترمنځ له پرون راهیسې جګړه روانه ده،چې د دواړو لورو په بریدونو کې له شلو زیات کسان وژل شوي دي چې پکې ښځي او ماشومان هم شامل دي.