د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ایران سره د اټومي تړون پر هوکړه بیړه نه کوو'


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، امریکا او د نړۍ مهم ځواکمن هېوادونه به له ایران سره د اټومي تړون په اړه له بیړې کار نه اخلي.

دا خبره نوموړي تېر ماښام په ویانا کې د خبري غونډې پر مهال وکړه.

د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو برتانیې، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او امریکا مرکچیان په ویانا کې له ایرانیو چارواکو سره یوه داسې جامع اټومي تړون ته د رسېدو هلې ځلې کوي چې له لارې به یې تهران خپل اټومي پروګرام محدود کړي او په بدل کې به ورباندې بندیزونه نرم کړل شي. کیري وویل، دوی ((ځکه هلته موجود دي چې د دوی په باور حقیقي پرمختګ کوي.))خو ده خبرداری ورکړ چې که ((سختې او مشکلې فیصلې)) ونشي نو له تهران سره د خبرو ((ختمولو)) ته هم تیار دی. د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشرې فیدریکا موګېرېني بېګا سي اېن اېن ټیليویژن ته وویل، دوی ((تړون ته ډېر نېږدې دي خو که په راتلونکو څو ساعتونو کې مهمې تاریخي او سیاسي پرېکړې ونشوې نو تړون به ونشي.)) په عین وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، تړون ته د رسېدو په موخه تر هغو خبرو ته چمتو دی چې ((ضروري)) وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG