د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ځواکونه دې پر ډیورنډ کرښه د دښمن خوځښت وڅاري'


د افغانستان دفاع وزارت وایي،په پکتیکا کې یې خپلو ټولو قطعاتو ته لار ښوونه کړې چې د دښمن د خوځښتونو مخه ونیسي.

د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري نن خبریالانو وویل چې خپلو قوتونو ته یې امر کړی چې د هغو کسانو پر وړاندې ودریږي چې تر ډیورند کرښې افغانستان ته را اوړي.

خو د یو شمېر راپورنو په اساس پاکستانې پوځيانو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې ته نږدې تحرکات پیل کړي او هلته يې یوه سرحدي دروازه هم جوړه کړې ده.

همدارنګه د پکتیکا والي امین الله شارق ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني پوځیانو ډیورند کرښې ته نږدې زغروال وسایط هم ځای پر ځای کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG