د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولسي جرګې معصوم ستانکزي رد کړه


د افغانستان د دفاع وزارت لپاره کاندید معصوم ستانکزي له ولسي جرګې څخه د باور ملاتړ رایې ترلاسه نه کړای شوی.

معصوم ستانکزی د دفاع وزارت لپاره کاندید شوی وو چې د شنبې په ورځ یې خپل کاري پلانونه بیان کړل او ورپسې د رایې ورکولو لپاره ورته صندوقونه کیښودل شو.

په ولسي جرګه کې ۲۱۲ وکیلان حاضر وو چې له ډلې یې څلورو اتیاو ستانکزي ته تایید او ۱۰۴ رد رایې ورکړې.

معصوم ستانکزی له څو اونیو راهیسې د دفاع وزارت سرپرستي مخته وړله.

ولسي جرګې په داسې حال کې د دفاع وزارت کاندید معصوم ستانکزي ته د تایید رایه ورنه کړه چې تل د دفاع وزیر د نشتوالي په سر انتقادونه شوي دي او د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو یو لامل بلل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG