د لاسرسي ځای

تازه خبر

عیسا خان ارماني د ټرافیکي پېښې په تړاو نیول شوی


د افغان ملي اردو سرتېری عیسی خان ارماني چې په دې وروستیو کې یې پر پارلېمان شپږ برید کوونکي وژلي ول، په کابل کې د یوې ټرافیکي پېښې په تړاو بندي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي تېره ورځ رسنیو وویل، عیسی خان یې په یوې ټرافیکي پېښه کې د یوه کس مړینې له وجې نیولی دی.

صدیقي زیاته کړه چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

عیسی خان تېره ورځ هغه موټر چلاوه چې ورته پر پارلېمان په برید کې د ټولو وسله والو وژنې په ویاړ ډالۍ شوی وو. نوموړي ته ولسمشر اشرف غني د اتل خطاب کړی او ورته یې یو کور هم ډالۍ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG