د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پکار ده، د سرکاري نوکرانو تنخاګانې هم زیاتې شي'


وفاقي حکومت د پارليمان د غړو په تنخاګانو کې ٣٣ في صده اضافه کړې ده بل خوا د پارليمان پخواني غړي وايي چې حکومت باید هم دومره اضافه د سرکاري ملازمينو په تنخاګانو کې هم وکړي.

په اسلام آباد کې د خزانې وزارت د قامي اسمبلۍ د غړيو په تنخاګانو کې د ٣٣ في صده اضافه کړيده د کومې روستو چې د پارليمان د غړي بنيادي تنخا د ٢٧٠٠٠ نه ٣٦٠٠٠ ته ورسيده.

پر دې اضافه د پارليمان غړيو وينا ده چې دوی ته الاونسونه هم دومره نه ورکول کيږي نو پکار ده چې حکومت نور هم په دې لړ کې غور وکړي.

له مشال راډيو سره خبرو کې د قامي اسمبلئ غړي قيصرجمال وويل: «چې کومه د پارليمان د غړيو تنخا زياته شوه کيدای شي په دې باندې ډير خلک تنقيد هم کوي خو که حقيقت ته وکتل شي نو دا کومه چې سيوا شويده او په دې اساس که د نورو محکمو د ملازمينو سره د ايم اېن اې د تنخا موازنه وکړئ نو د هغوی په مقابله کې د يو ايم اېن اې تنخا ډيره کمه وي. اوس يو د قامي اسمبلئ ممبر د لکونو خلکو مشر وي او د هغه تک راتګ وي او خلک ترې تمه لري خو دوی ته د دغه تګ راتګ هېڅ الاونس نه ورکول کېږي او اوس که يو د سرکاري سکول استاد چېرته ځي نو هغه ته د تګ راتګ الاونس ملاوېږي او موږ ته نه راکړل کيږي. او دا ضروري هم نه ده چې هر ايم اېن اې به کروړ پتي وي ځينې پکې غريبانان هم شته. نو که حکومت دوی ته دومره تنخا ورکړي چې د دوی پرې ګزاره کيږي نو په دې به دوی د کرپشن، غلا غدیو او کميشنونو لاره پريږدي»

بل پلو د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر مشال راډيو ته وويل چې د پارليمان غړيو ته د ولس د ټيکسونو نه تنخاګانې ورکړل کيږي نو پکار وه چې لمړې ئ عامو ملازمينو په تنخاګانو کې اضافه کړې وه

بشرا ګوهر زياته کړه چې کله دا د پارليمان غړې وه نو له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د پارليمان غړي دې د الوتکو ټکټونه يواځې د حکومتي کار لپاره کاروي او دا شان دې دوی ته سرکاري پلاټونه هم نه ورکوي.

«پکار ده چې دوی لومړی د عام ولس خيال ساتلی وى او بيا یې د خپلځان لپاره سوچ کولی. لومړی خو دا کتل دي چې ايا دوی د عامو خلکو په تنخا کې هم ٣٣ في صده اضافه کړې وه خو زه فکر کوم چې داسې یې نه دي کړي. دوی ته د ولس د ټيکسونو نه تنخا ورکړل کيږي نو بايد چې دوی د ولس خيال ساتلی وى»

د ذکر ده د ځينې الاونسونو سره د يو پارليمان د غړي تر يو لک روپو پورې تنخا جوړيږي او له دې سربيره ورته د سټينډنګ کميټې د غړي په حيث ٣٠٠٠٠ زرو پورې تنخا ګاډې او ٥ نوکران هم ملاويږي او د دې سره سره د هوايي جهاز ټکټ او پيټرول او ځينې نور مراعات هم ورکړل کيږي.

XS
SM
MD
LG