د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان افغانستان ته د سرکونو بیا رغونې لپاره ۱۰۶ماشینونه ورکړل


په کابل کې د جاپان سفارت د افغانستان فواید عامه وزارت ته د سرکونو د ساتنې او بیا رغونې 106 ماشینونه وسپارل.

د جاپان سفارت پرون [چهارشنبه] په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا ماشینونه به د افغانستان په 12 ولایتونو کې د لویو لارو او سرک جوړونې په پروژو کې کار کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له 2001 [میلادي] کال راهیسې يې په افغانستان کې له پراختیايي پروژو سره څه باندې پنځه اعشاریه اوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

جاپان ژمنه کړې چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او امنیتي ادارو د کاري ظرفیت لوړولو لپاره به تر 2017 [میلادي] کال پورې درې ملیارد ډالر مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG