د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د ایدک قبیلې کډوالو ته د ستنېدلو نېټه وټاکله


د شمالي وزیرستان عیدک قبیلې مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حکومت ورته د بېرته ستنېدلو نېټه ټاکلې او دوی به سبا د جولای له لومړۍ نېټې ستنېدل پېلوي.

ایدک په میرعلي تحصیل کې موقعیت لري، د دوی ستنیدل به د شاوخوا نورو سیمو خلکو ته هم د ستنولو اسانتیا برابره کړي.

په دې اړه نن (سېشنبه) د بنو په بکاخېل کېمپ کې د ایدک قبیلې د مشرانو ، پوځ او پولیټیکل ایجنټ ترمنځ جرګه هم کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG