د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه و اوکراین ته ګېس ارزانوي


د روسیې وزیر اعظم دیمیتري میدوېدېف وایي، اوکراین ته به د هر زر مکعب میټر طبیعي ګېس بیه ۲۴۷ امریکایي ډالرو ته راټیټه کړي.

میدوېدېف نن په مسکو کې د روسیې د ګازپروم له رئیس الېکسي میلر او د انرژۍ له وزیر الېکیاندر نویکووف سره غونډه کې وویل، په نړۍ کې د انرژۍ د بیو ټیټیدو له امله به اوکراین ته په هر زر مکعب میټره ګېس کې ۴۰ امریکایي ډالره کموالی وکړي.

ده وویل، د بیو نور ټیټیدل به په نړیوال بازار پوري تړلی وي. د روسیې وزیراعظم زیاته کړه، اوکراین ته د روسیې طبیعي ګېس د نورو ګاونډیو هېوادونو له بیو سره پرتله «مقایسه» کېږي او پولېنډ هم په همدي بیه له دوییه غاز پیري.

ټاکل شوې چې روسیه د جون په دیرشمه په بروکسیل کې د اروپایي اتحادیي په منځګړتوب د طبیعي غاز اړوندې خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG