د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یونان کې له بېنکونو پیسې اېستل درول شوي


د یورو سیکې
د یورو سیکې

د یونان وزیراعظم الېکسیس څيپراس پرون شپه اعلان وکړ چې د راتلونکو شپږو ورځو لپاره به د دې هېواد بېنکونه بند وي او د سرښار اتېنزپه لارو کوڅو کې به تلاشۍ کېږي چې د پیسو اېستلو مخنیوی وکړي.

د دې اقداماتو په اړه فېصله د یونان مالي ثبات شورا په غونډه کې له هغه وروسته وشوه چې نړیوالو پور ورکوونکو هېوادونو او ادارو د جون په دېرشمه نېټه له ټاکلي مهلته وروسته له دې هېواد سره د مالي مرستو د منصوبې له تازه کولو ډډه وکړه.

د د تېرې جمعې پرورځ چې څيپراس د مالي مرستې پلان پر شرایطوریفرینډم اعلان کړ، نو د یونان خلکو له بېنکونو او د پیسو له مشینونو «ATM» خپلې پیسې اېستل پیل کړل.

یونان د جون تر دېرشمې مهلت لري چې یو اعشاریه اوه اربه ډالره نړیوال پور «قرض» ادا کړي او که داسې ونشي نو ممکنه ده چې دا هېواد دېوالیه شي او په نتیجه کې به له یورو زونه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG