د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا بالټیک او ختیځې اروپا ته جنګې سامانونه لیږي


نیویارک ټایمز ورځپاڼي د امریکا او د هغوي د اتحادي هیوادونو د چارواکو په حواله لیکلي دي چې امريکا په پام کې لري چې د بالټیکاو ختيځې اروپا په هېوادونو کې جنګي ټینکونه، پوځي ګاډي، نورې درنې وسلې او شا وخوا پنځه زره امريکايي پوځيان ځاى پر ځاى کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه لیکي ،دا په اروپا کې د واشنګټن او نیټو لخوا د هغو مهمو ګامونو د لړۍ یوه برخه ده چې په اروپا کې د روس ممکنهمداخلت د شنډولو لپاره اخیستل کیږي.دا هڅه د روس تر هغه مداخلت وروسته کېږي چې د اوکراين کرايميا سيمه يې په خپلې خاورې پورې وتړله.

د نیټو يوه پخواني قوماندان دا د اندېښمنو اتحادیانو د ډاډ لپاره په پاليسۍ کې يو مهم بدلون بللى دى. خو راپور وايي، د امريکا د دفاع وزارت دغه وړاندیز د دفاع د وزير او ولسمشر منظورۍ ته اړتيا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG