د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په وسله وال برید کې څلور پولیس سرتېري ووژل شول


د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیس یو چارواکی وايي، د وسله والو په برید کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پښتون اباد یوه پولیس مشال راډيو ته وویل، چې د سیمې په نصرالله خان چوک د پولیسپر ګزمه ګاډي د وسله والو له بریده د یوه اې اېس ای په ګډون څلور سرتېري ځای پر ځای وژل شوي دي.

په تېرو څو اونیو کې په کوټه ښار کې د پولیس سرتېرو په ګډون هزاره وګړي بیا بیا تر بریدونو لاندې راځي. د تېرې مې میاشتې پر ۲۹مه نېټه هم له کوټې ښاره د جنوب پر لور په مستونګ سیمه کې له چمن او پښینه د سیند صوبې و کراچۍ ښار ته تلونکې پښتانه له بسونو کښته کړل شول او د شناختي کارډونو له کتو وروسته نژدې ۲۲ تنه یې ووژل شول.

د سیمې د امنیتي چارو کتونکې وايي، کوټه دومره لوی ښار نه دی چې امنیت یې نشي نیول کېدای. له مشال راډيو سره په خبرو کې د کوټې یوه وتلی خبریال شهزاده ذوالفقار وویل، په کوټه ښار کې دوولس زره پولیس دی او دوی له لسو تر شلو پورې پاټکونه نشي جوړولی چې د ترهګرو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG