د لاسرسي ځای

تازه خبر

افتاب مسیح ۲۳ کاله وروسته په دار کړل شو


د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو لخوا د غوښتنو باوجود په پاکستان کې نن سهار وختي يو کس ته پانسي ورکړل شوي، چې د پينځلسو کالو په عمر کې د قتل په تور د مرګ سزا ورکړل شوی وه.

آفتاب بهادر مسيح ته په ۱۹۹۲م کال کې د دريو کسانو د قتل په تور د مرګ سزا ورکړل شوی وه خو د بشري حقونو ډلو ريپرايو ويلي دي.

هغه دوه شاهدان چې د بهادر پرضد يې ګواهې ورکړي وه له هغې مودي راهېسي وايي چې په دوی تشدد شوی وو. د بهادر وکيلانو ويلي دي چې په نوموړي هم د جرم منلو لپاره تشدد شوي وو.

په ۱۹۹۲ کال کي په پاکستان کې د ۱۵ کلن لپاره هم د مرګ سزا وه، خو وروسته په ۲۰۰۰ م کال کي ورته د اتلس کلنۍ حد وټاکل شو.

د لاهور ښار د جيل یو چارواکي وایي، بهادرد سېشنبې پر ورځسهار له پانسي نه مخکې جړل او ویل چې بې ګناه دی او په زندان کې یې د خپلې بې ګناهۍ لپاره مقالې هم لیکلې دي.

بلخوا نن چارشنبه سهار د پنجاب صوبې په ساهیوال او فیصل اباد په جیلونو کې هم دوه کسانو ته پانسي ورکړل شوي ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمیشن وايي چې تر اوسه پورې یو سل درې پنځوس کسانو ته پانسيان ورکړل شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG