د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ۱۴ وسله والو وژل شوي


د افغانستان امنیتي ځواکونو د بېلا بېلو ګډو عملیاتو پرمهال ۱۴ مشکوک وسله وال وژلي دي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت نن چارشنبه په ويبپاڼه خبر ورکړي چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو ترسره کړي دي.

دا عمليات چې په ننګرهار، کندز، بدخشان، کندهار، زابل، ارزګان، کاپیسا، غزني، خوست او بادغیس ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۴ وسله والو په کې وژل شوي او ۹ تنه یې ټپیان شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. د دغو عملياتو په اړه وسله والو څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG