د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوزجان کې سېلاونو شپږ کسان وژلي دي


د افغانستان د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې د سېلاونو د راوتلوله امله په دغه ولایت کې ۶ کسان وژل شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند انجینیر عبدالرحمن محمودي مشال راډیو ته وویل چې دغه سېلاو د دورشنبې پر ورځ ناوخته د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې راغلي وو او د دغه ولسوالۍ ځینو سیمو ته یې زیان رسولي دي.

محمودي زیاته کړه چې په سېلاونو کې د هستوګنې یو شمېرکورونه هم نړیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG