د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د امنیتي حالاتو د څېړلو لپاره کندهار ته تللی


افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن سېشنبې پر ورځ د کندهار د امنیتي حالاتو د څيړلو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

په سیمه کې د مشال راډيو خبریال وایي چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او یو شمیر نور چاروکي ملګري دي.

ویل کېږي چې نوموړی به د کندهار له چارواکو، قومي مشرانو، مخورو او د مدني ټولنو له غړو سره د فساد، پوهنې او بریښنا د ستونزو په اړه هم خبرې وکړي.

ولسمشر تېره اونۍ هرات ولایت ته سفر درلود او هلته یې د ظفر په قل اردو کې امنیتي ځواکونو ته وینا وکړه او د دې ځواکونو سرښندنې یې وستایلې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG