د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د برید یو شمېر پلان جوړونکي نیول شوي


د افغانستان د ملي امنیت عمومی ریاست وايي د انتحاري حملو څلور پلان جوړونکي او د وسلو د انتقال په تور دوه نور کسان یې په لغمان کې نیولي دي.

د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان د لغمان د قرغه یي ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د امنیتي منسوبینو په یو لړ خاصو عملیاتو کې نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغو کسانو غوښتل په مهترلام ښار کې انتحاري حملې وکړې چې هدف ته له رسیدو مخکې له موټرسایکل سره نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG