د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ۸ وسله والو د وژلو ادعا شوې


د پاکستان امنیتي چارواکي په شمالي وزیرستان کې د هوايې بمبار په ترڅ کې د اته مشکوکه وسلوالو د وژلو ادعا کوي.

ځاي امنيتي چارواکو د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د شمالي وزیرستان په شوال ډاباره سیمه کي د تحريک طالبان پاکستان د سجنه ډلې په مرکزونو د جنګې الوتکو په شوي بمبار کي د دې ډلې درې مشکوکه وسلوال ژوبل شوي هم دي.

چارواکو زياته کړې چې د تېرې شورو پر ورځ هم دوي په شمالي وزيرستان کې ۹ وسلوال وژلي وو خو وسلوالو دغه ادعا رد کړې .

د پاکستان پوځپه وزيرستان کېد ضرب عضب پوځي عملياتو په نتيجه کې د څه باندې ۲۰۰۰ مشکوکه وسلوالو د وژلو ادعاوې کړي دي خو آزادو سرچينو يې پخلې نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG