د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګانا کې چاودنې لږ تر لږ۱۵۰ کسان وژلي


د ګانا د ګیس او تېلو په یوه پمپ کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.دا خبره د ګانا ولسمشر جان مهاما د پنجشنبې پر ورځ د درې ورځني ملي ماتم اعلان پر مهال وکړه.

په لسګونه خلکو د پلازمېنې اکرا په مرکز کې د بارانونو له کبله په پمپ او نېږدې دوکانونو کې پنا اخیستې وه. چارواکي وايي، د سېلاو له کبله په پمپ کې ذخیره کړل شوي تېل یوه نېږدې کور ته وبهېدل او هلته یې اور واخیست چې له کبله یې چاودنه وشوه او په شاوخوا ودانیو کې اور ولګېد.

د سېلاو له کبله مرستندویه کارونه هم له خنډ سره مخامخ شوي. مهاما په پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره غمرازي کړې او ژمنه یې کړې چې داسې اقدامات به کوي چې بیا داسې ناورین پېښ نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG