د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د قانون سرغړونکو پولیسو پر وړاندې به جدي اقدام وشي “


په افغانستان کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وایي، د هرهغه پولیس پر وړاندې به جدي اقدام وشي چې قانون تر پښو لاندې کوي.

محمد ایوب سالنګي د سیمه ییزو پولیسو په اړه د نړېوالو کړکیچونو د ډلې وروستي راپورته په اشارې نن (پنجشنبه) له مشال راډیو سره په مرکه کې دا ومنله چې دغو پولیسو پخوا په ځینو مواردو کې له قانونه سرغړونې کړي دي.

خو سالنګي ټینګار وکړ چې د کورنیو چارو وزارت د سرغړونکو پر وړاندې د قانون پلي کولو ته ژمن دی:

((موږ هېڅکله له جرمه انکار نه کوو. خو د کورنیو چارو وزارت ځان مکلف ګڼي چې که د ملي یا سیمه ییزو پولیسو له خوا سرغړونه کیږي، قانون ته یې و سپاري.))

نوموړي وویل چې کله ناکله د سیمه ییزو پولیسو پرضد منفي تبلیغات هم کېږي.

د نړېوالو کړکیچونو ډله ICG په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان سیمه ییز پولیس د ملکیانو په وژلو، درغلیو، غلا، جنسي تیریو، سړي تښتونې، د مخدره موادو قاچاق او په زورله خلکو د پیسو اخیستلو په اعمالو کې لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG