د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالېنډ د سیاستوالو داسې فهرست تیار کړی چې روس ته نشي تلای


هالنډ وايي چې مسکو د اروپايي ټولنې د سیاستوالو یو تور فهرست برابر کړی چې روس ته د تلو اجازه نلري.

د هالنډ وزيراعظم مارک روټ Mark Rutte پرون خبریالانو ته وویل، روس د زيارت په ورځ په څو اروپايي هېوادونو کې خپلو سفیرانو ته د هغو سیاستوالو فهرست سپارلی چې له دې وروسته نشي کولای روس ته ولاړ شي.

بوټ زیاته کړه، دا تور لېسټ له نړیوالو قوانینو سره سمون نلري او شفاف نه دی.

نوموړي همداراز یادونه وکړه چې روس دا تور لسټ د هغو بندیزونو په غبرګون کې برابر کړی دی چې اروپايي ټولنې د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې د کرایمیا له روس سره د الحاق کولو په بدل کې پرماسکو لګولي وو.

د بلجیم د بهرنیوچارو وزارت په یوه خط کې ویلي چې په دې لېست کې د نهه اتيا اروپايي سیاستوالو نومونه شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG