د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت او طالبانو غیر رسمي خبرې بیا کېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د حکومت او طالبانو استازي یو ځل بیا غیر رسمي خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد پرون د مشال راديو آزادۍ څانګې ته وویل چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو استازي به د سولې خبرو ته د شرایطو د برابرولو په مقصد په دوهم هیواد کې سره وګوري.

مولوي شاهد زیاته کړه چې جګړه ګټونکی او بایلونکی نلري. ده زیاته کړه چې د افغانستان د جګړې ښکیل لوري د جګړې د ګټلو په تمه باید د سولې لپاره برابر شوي شرایط له لاسه ورنکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هېواد او سیمې په کچه له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د نوو پرمختیاوو خبرونه ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG