د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ادلیب ولایت وسله والو ونیولی


په شام کې د وسله والو ډلو یو ایتلاف تېره ورځ د شام په ادلیب ولایت کې هغه ورستی ښار هم نیولی چې تر اوسه د حکومت په واک کې وو.

د جیش الفتح په نامه دې ایتلاف ویلي چې دوی د ترکي پولې ته نژدې د اریحه په نامه دا ښار نیولی او یو شمېر امنیتي پوستې یې له منځه وړې دي.

په شام کې د القاعده ملګرې ډله النصره د دې ایتلاف مهمه برخه ده.

له وسله والو سره تر کلکو نښتو ورسته د شام پوځ ویلي چې دوی عکسر له دې ښاره بیرته پر شا کړي دي. دا د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو لپاره یوه بله ماتې ده.

د شام د بشري حقونو د سازمان مشر رامي عبدالرحمان د دې پخلی کړی دی چې جیش الفتح د اریحه ښار په مکمله توګه نیولی دی.

یاغیان وايي د ښار په کوڅو کې هرې خواته مړي پراته دي. د دوی په وینا ، دوی په ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو په لټه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG