د ډېره اسماعیل خان پولیس وايي چې بېګا شپه نامالومه وسله والو د دره بڼ تاڼې تورپل په سیمه کې د امنیتي خواکونو په موټر برید کړي چې پکې دوه سرتېري وژل شوي دي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
پولیس چارواکي زیاتوي چې د برید وروسته د وسله والو او پولیسو ترمینځ نښته هم وشوه.
د پېښې پړه لا چا نده منلې.