د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند:ګرمۍ لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژلي


په هند کې د ګرمۍ له کبله د مړو شویو کسانو شاوخوا۸۰۰ کسانو ته اوښتی دی.د هند په ځینو سیمو کې د تودوښخې درجه له ۵۰ اوښتې ده.

په هند کې روغتونونو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ګرمۍ له کبله د اغېزمنو شویو خلکو د درملنې لپاره چمتووالی ونیسي، خو هندي وګړو ته سپارښتنه شوې، چې تر ممکن حد پورې له کورونو بهر راونه وځي.

د روانې مياشتې پر ۲۵ نيټه د دغه هېواد په جنوبي ریاست اندرا پرديش کې د ۴۷ سانټي ګريډ درجه حرارت له وجې شاوخوا ۵۵۰کسان مړه شوي وو.

د هند يوي ورځپاڼې هندوستان ټايمز په خپله لومړي پاڼه د نوي ډلي د یو داسې سړک تصوير خپور کړی چې د ګرمۍ له امله ويلي شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG