د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستان کې ډرون برید شپږ وسله وال وژلي


د افغانستان د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د نورستان امنیه قومندان جنرال خلیل الله ضیايي مشال راډیو ته وویل چې دغه وسله وال بېګا شپه د دې ولسوالۍ په مندیش سیمه کې وژل شوي دي.

د سیمي اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل چې په دغه هوايي حمله کې ترشلو پورې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادونې وړده چې د سېشنبې پر ورځ په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله د کې د ملافاضل په نوم د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان وژل شوی وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG