د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې چاودنې څلور لیویز ژوبل کړي


نن ماسپښین د باجوړ په چارمنګ سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې د لیویز ځواک څلور سرتیري ژوبل شوي دي.

د باجوړ ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ دفتر مشال راډیو ته وویل چې د لیویز سرتیري په چارمنګ سیمه کې د یو ځای پرځای شوي بم د خنثا کولو نه پس د چاودنې سره مخ شوي دي.

د لیویز ځواک میجر رحمت الله مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو شویو کې یو صوبیدار او درې امنیتي سرتیري شامل دي چې د درولنې لپاره نږدې روغتون ته استول شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د برید پړه قبوله کړې نه ده. ​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG