د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان دې د امن راوستلو په لړ کې خپلې ژمنې عملي کړي”


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، اوس وخت رارسيدلی چې پاکستان پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې په افغانستان کې د سولې راوستلو په لړ کې يې کوي.

د دي شورا د بهرنيوو اړيکو مشر حبيب الله فوزي نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وويل چې په دې وروستيوو کې يې له هغو طالبان مشرانو سره د مذاکراتو لپاره کوششونه ډېر کړي دي چې نيغ په نيغه له جنګېدونکو طالبان سره په تماس کې دي.

تېره اونۍ په چين کې د پاکستان د جاسوسي ادارې (ISI) په مرسته د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د خبرو رپوټونه راغلي وو. افغان او پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG