د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او پکتیا ولایتونو کې ۳۴ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت د ۲۰۳ تندر قول اردو وايي، په غزني او پکتیا ولایتونو کې ۳۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دې قول اردو یوه ویاند عبدالرحیم قرلق مشال راډیو ته وویل چې د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۴ وسله وال مخالفین وژل شوي چې څلور طالب قومندانان هم په کې شامل دي.

قرلق زیاتوي چې په غزني کې بیا د قره باغ په شاه غولي کلي کې ملي اردو پوځیانو په خپلو عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

قرلق په پکتیا او غزني کې د ملي اردو سرتیرو ته د مرګژوبلې د اوښتو خبره ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG