د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د یو پاکستاني سرتېری په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ نښته کې شپږ کسان وژل شوي او يو تن ژوبل شوی دی.

د جمعې پر ورځ چارواکو مشال راډيو ته وويل چې تېر ماښام په دته خېلو سيمه کې وسله والو طالبانو پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ چې له هغې وروستو امنيتي سرتېرو هم ځوابي کاروايې وکړه.

د دواړو خواو ترمنځ په نښته کې يو امنيتي سرتېر او پنځه مشکوکه وسله وال وژل شوي دي او يو امنيتي سرتېرې ژوبل شوی دی.

امنيتي چارواکو دا هم ويلي دي چې وسله والو د شمالي وزيرستان په تاسيل شوا قلعه باندې راکټې غورځولې دي خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG