د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍکې شپږ وسه وال وژل شوي دي


په کراچۍ کې پولیسو په دوو نښتو کې د شپږو مشکوکه وسله والو وژنې دعوه کړې.

د کراچۍ پولیسو ویاند عتیق شیخ نن (جمعه) مشال راډيو ته وویل د اتحاد ټاون په بېګانۍ نښته کې څلور او په منګو پیر کې دوه مشکوک وسله وال ووژل شول.

ده دعوه وکړه چې په اتحاد ټاون کې وژل شوي د وسله والو طالبانو د عمر خراساني ډلې غړي ول چې تېر کال په لاهور کې پر واهګه پولې په ځانمرکي برید کې ککړ ول.

ده البته د هغوی پېژندګلوۍ په اړه څه و نه ویل. د واهګې په برید کې له ۶۰ زیات کسان وژل شوي ول او پړه یې د جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان منلې وه. د کراچۍ پولیسو د تازه دعوو په اړه لا وسله والو څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG