د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: څوک چې افغانان وژني هغوي دي د ښو تمه نه کوي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، کوم کسان چې افغانان وژني له موږ دې د ښو تمه نه کوي.

ښاغلي غني نن د پنجشنبې پر ورځ د تماس نړېوالې ډلې په غونډه کې وویل چې افغان پوځیان د هغو ډلو په وړاندې جګړه کوي چې افغان ماشومان، زاړه او ځوانان وژني:

((تاسو زموږ ماشومان وژنئ او تمه هم کوئ چې موږ په لاسونو کې ګلان درته ونیسو. موږ د ټولو پوځیانو ترڅنګ دوه دېرش زره ځانګړي پوځیان لرو چې په سیمه کې ساری نه لري.

که خلک فکرکوي چې کابل یا نور مهم ښارونه یا دولت د مخالفین په لاس کې لویږي دا ممکنه نه ده.))

افغان ولسمشر په ارګ کې د تماس نړېوالې ډلې غونډې ته وویل، چې د سیمې هېوادونه باید له تروریزم سره د ګډې مبارزې لپاره تل رښتیني همکاري وکړي.

د تماس نړېوالې ډلې شپاړسمه دوره يي غونډه دا ځل په کابل کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوې چې امنیت او اقتصاد یې د بحث وړ موضوعات جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG