د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زرګونو شییعه سرتېري د عراق رمادي ښار مرکز ته نږدې شوي


د عراق د رمادي ښار په لويديځ کې د شيیعه مليشې هغه په زرګونه غړي راغونډ شوي دي چې ویل کېږي ایران یې ملاتړ کوي.

دوی د عراق په لويديځ کې د رمادي ښار د بيرته نيولو لپاره تياری کوي چې د اسلامي دولت سختدريځو لاسو ته لوېدلی دی.

د انبار د پوليسو مشر د سېشنبې پر ورځ ويلي چې ګڼ سرتېري د رمادي ښار په اوه کيلو میټرۍکې په حصيبه نومي سيمه کې راټول شوي دي.

تر دې وړاندې خبر ورکړل شوی وو چې شا او خوا ۳۰۰۰ مليشې له رمادي ښاره ليرې په يوه پوځي کمپ کې تيار ناست دي.

د اسلامي دولت سختدريځو دوې ورځې مخکې رمادي ښار ونیوی.

د امريکا په مشرۍ اييتلاف ویلي چې د مې له اتلسمې راهيسي يې د اسلامي دولت پر اهدافو ۲۱ هوايي بمبارۍ کړې دي چې اووه يې په شام او ۱۴ يې د رمادي په ګډون په عراق کې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG