د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ملک محمد جان ووژل شو


د باجوړ ایجنسۍ په تحصیل ماموند سیمه کې له یوې چاودنه کې د یو ځايي مشر ملک محمد جان په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

دمیجر رحمت ګل په نامه یو ځايي چارواکي نن مشال راډیو ته وویل،د سړکغاړې ښخ شوی بم په ریموټ کنټرول چول شوی دی.

په دغه سیمو کې دا ډول پېښې وخت په وخت رامنځ ته کېږي. په تېرو څو ورځو کې دې ته ورته دوه نورې بمي چاودنې هم شوې وې چې په ترڅ کې یې د امن لښکر غړي په نخښه شوي ول. د تازه پېښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG