د ننګرهار امنتي چارواکي وایي،تېره ورځ مازيګر څلور نیمې بجې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو د هوايي بريد له امله اولس تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د سیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:
چې په وژل شويو کې د داود په نوم يو مشهور قوماندان هم شامل دی.
یاده دې وي چې د یکشنبې په ورځ هم په یاده ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکي په بريد کې دولس تنه وسله وال وژل شوي وو.
د يادې پيښې په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.