د لاسرسي ځای

په نیپال کې له زورورې زلزلې یوه اونۍ وروسته لا هم په زرګونه کسان ورک دي. په دې زلزله کې څه باندي ۶۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د نیپال لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشر او د دې ټولني سفیر ویلي چې شاوخوا زر اروپایان په غرونو کې لادرکه دي. رنسي تیرینک د جمعې پر ورځ په کاټمنډو کې خبریالانو ته وویل چې نه پوهیږي چې په هغوی څه شوي دي.

د ده په وينا ښایي ځینې یې مړه شوي وي او کېدای شي د ځینو په اړه یې يوازي راپور نه وي ورکړل شوی.

چارواکي وایي د ورکو شویو کسانو موندل آسانه کار ځکه نه دی چې ډېرې له خپلو سفارتونو سره نه وه رجسټر شوي.

د فرانس، اټلي، سپين او هالنډ د ورکو شویو وګړو شمیر ۳۷۱دی خو د ایرلنډ ،کرویشیا او رومانیا ټول وګړي موندل شوي دي.

نور اروپایي هیوادونه لا تر اوسه پر دې کار کوي چې د دوی څومري وګړي ورک دي.

XS
SM
MD
LG