د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرخندې په وژلو کې د ښکیلو تورنو کسانو لومړنۍ محاکمه پيل شوه


په کابل کې د فرخندې په وژلو کې د ښکیلو تورنو کسانو لومړنۍ محاکمه پيل شوې ده.په دې پیښه کې ښکیل نهه څلویښت کسان چې دوسیې یې د لویې څارنوالۍ له خوا بشپړ شوې وي، محکمې ته حاضر شوي دي.

فرخنده د تېرې حوت میاشتې په اته ویشتمه نیټه په کابل کې د یوشمېر قهرېدلو کسانو له خوا د قران کریم د سوځولو په تور ووژل شوه؛ خو وروسته څیړنو په ډاګه کړه چې فرخنده بې ګناه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG