د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې خونړی توپان، ګڼ مړه او ژوبل


پېښور توپاني بارانونه: د مړو شمېر زیاتېدلی شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00

پېښور توپاني بارانونه: د مړو شمېر زیاتېدلی شي

د خيبر پښتونخوا په پېښور، چارسده او نوښار کې له سيلۍ او توپاني بارانونو نژدې ۴۵ کسان وژل شوي او تر دوو سوو زیات ژوبل شوي دي.

بېګا شپه له مشال راډ يو سره په خبرو کې د پېښور ډي سي او ریاض مسود وویل، چې د سر او مال تر ټولو زیات زیان د ښار په څنډو کې ناپوخته ابادۍ ته رسېدلی دی.ښاغلي مسود وویل د سر او مال کره شمېرې مالومولو لپاره یې کاري ډلې په توپان ځپلو سیمو کې ګمارلي دي.

د لېډ ي ريډینګ روغتون چارواکو په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چي په وژل شوو کې نولس ښځې هم شاملي دي او زیاتوي چي د وژل شوو شمېره زیاتيدلی شي.

د سترګو ليدلی حال

د پبو سیمې یو اوسېدونکی حامد خان وايي، له بارانه یې د کور دېوال راپرېوتولو او ملا د لاس ګوتې مې خوږ شوې.

یو بل تن وویل، تره یې ټپی شوی دی او سیلۍ او توپان کې یې په پښو تر روغتونه راورسولی.

د خېبر پښتونخوا پر حکومت نیوکې

په لېډي ریډینګ روغتون کې د ژوبلو کسانو خپلوانو پر صوبايي حکومت نیوکې کولې چې د ټپیانو لپاره یې سم بندوبست نه دی کړی.

د اشرافییه کالونۍ طارق جمال وايي، د کور پخلنځی یې راپرېوتی چې پکې یوه خور او یوه ترله زخمیان شوي دي، دوی وايي، په اوسني صوبايي حکومت کې هسپتالونه ښه شوي دي. زما خو دوه ساعته تش په اېکسرو اخیستو ولګېدل. هسې ټوکې دي چې له موږ سره کېږي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي وزیر شاه رام خان تره کي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د اتوار ورځ وه، ډېره ډاکټران پر چټي وي، او بل له یوه ناروغ سره پنځه تنه کورواله هسپتال ته راغلي وي، ډاکټر و ناروغ ته لاره نشي موندلی. او بل په روغتون کې دوايي پرېمانه ده، هېچا هم شکایت نه دی کړی.

پښېور کې توپاني بارانونو ګڼ خلک وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د بېړنۍ مرستندویه څانګې یوه چارواکي بلال فیضي مشال راډيو ته وویل، چې په پېښور کې زیاته مرګژوبله، پر چارسده سړک، دلزاک روډ، لړمه، خزانه، سمر باغ، پخه غلام، صادق اباد او مسلم اباد اوسېدونکو ته رسېدلی دی.

په پېښور کې د موسمیاتو څانګې مشر مشتاق شاه وايي، د دغه ډول تاواني توپان هېڅ تمه او وړاندوینه نه وه، د ده په خبره په ملک کې په تېرو شلو کلونو کې دغه ډول دوه توپانونه یو دوه کاله مخکې په سیالکوټ کې او بل پنځه کاله وړاندې په سرګودا کې راغلي ول. د نوموړي په خبره چې د توپاني بارانونو زور ختلی دی.

XS
SM
MD
LG