د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د امریکايي او اټالوي وګړو پر وژل کېدو خپګان ښودلی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د یو امریکايي او یو اټالوي وګړو پر وژل کېدو ژور خپګان ښودلی دی.

دا کسان په دې سیمه کې د القاعده شبکې په ولکه کې وو. په دې عملیاتو کې د القاعده یو مشر احمد فاروق هم وژل شوی دی. دا کس د امریکا ښاري پاتې شوی وو.

د سپېنې ماڼۍ په یو بیان کې ویل شوي دي چې دا دوه کسان هغه مهال وژل شوي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د روان کال په جنوري میاشت کې په پاکستان کې د وسله والو پر یو مرکز برید وکړ.

د بیان په وینا، امریکايي چارواکو ته نه وه مالومه چې دا دوه کسان په دې مرکز کې ساتل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG