د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا ته په تلونکې ډوبه شوې کشتۍ کې ۹۰۰ کډوال وژل شوي


رویټرز خبري اژانس لیکي د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په وینا کې د مالټا وزیراعظم جوزف مسکا ویلي چې د لیبیا له سواحلو سره د یوې کشتۍ د ډوبیدو له کبله د۹۰۰کسانو د مړه کیدو ویره ده.

رویټرز خبري اژانس لیکي د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په وینا کې د مالټا وزیراعظم جوزف مسکا ویلي چې د لیبیا له سواحلو سره د یوې کشتۍ د ډوبیدو له کبله د۹۰۰کسانو د مړه کیدو ویره ده.

دا په موجوده وخت کې د مهاجرینو په سمندر کې د ډوبیدو او ژوند بایللو د ټولو نه لویه پیښه ګڼل کیږي.

اروپايي چارواکي په دې هڅه کې دي چې د هغه مهاجرینو په اړه یوه داسې پالیسي جوړه کړي چې له انساني حقونو سره سمه وي کوم چې د افریقا او ایشیا نه د سمندر د لارې اروپا ته راځي. دوی هڅه کوي چې له دې پالیسۍ سره بحران نور خراب نه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر غونډې ته ویلي یوازې د مهاجرینو د لټون او د هغوی له ژغورنې سره به ستونزه هواره نه شي ځکه چې بیا به د انسانانو په سمګلنګ کې ککړ مجرمان نور خلک په کشتیو کې اچوي او د سمندر د لارې به يي لیږي.

خو ولې د تېر کال راهیسې د اروپايي هېوادونو له خوا لټون او ژغورنې په هڅو کې د کمي له کبله د سمندر د لارې سفر نور هم ستونزمن شوې دی او په سیاستدانانو فشار ډیریږي چې هغوي په دغه اړه زړه نرم کړي.

د اټالیې لپاره مهاجرینو د نړیوالې سازمان مشر فیدریکو سودا خبري اژانس ته ویلي دا یوه داسې انساني ایمرجنسي دي چې زمونږ د ټولو د پام وړ ده.

که چیرې د لیبیا د سواحلو سره د کشتۍ ډوبیدو له کبله د وژل شوي کسانو شمیره ټیک اومنل شي نو د د روان کال د پیل څخه تراوسه په میډیټرینین سمندر کې د کشتیو ډوبیدو له کبله د وژل شوو کسانو شمیره به ۱۸۰۰ ته اورسیږي.

د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي له دې پېښو سره د اروپا نوم د خطر سره مخ دې. نوموړي زیاته کړې هغه دا خبره د میاشتو نه کوي ـــ چې اروپا دې په دې اړه نور ګامونه پورته کړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG