د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په جګړه کې تر دوه لکه شل زره زیات کسان وژل شوي دي


د شام پر حالاتو نظر لرونکې ډله وايي چې په دې هیواد کې د روانې کورنۍ جګړې له کبله په تېرو څلورو کلونو کې تر دوه لکه شل زره زیات کسان وژل شوي دي.

په برتانیا کې مېشته د شام د بشري حقونو دا ډله وايې چې دوی د ۲۰۱۱م کال له مارچ میاشتې راهسې د ( دوه لکه ، دویشت زره ، دوه سوه ، یو اویا ) مړو رپوټونه ترلاسه کړي دي.

په شام کې دا تاوتریخوالی له هغه وروسته پیل شو چې د ولسمشر بشارالاسد د مخالفینو احتجاج په ظالمانه توګه د ځپلو هڅه وشوه او هغه په تشدد واوښت.

د بشري حقونو دا ډله وايي چې په وژل شوو کې (اووه شپېته زره ، دوه سوه ، درې نوي ) عام وګړي دي او تر ( اتیا زره ) زیات د شام عسکر او ولسمشر بشارالاسد ته وفادار وسله وال دي.

د دې تر څنګ شاوخوا (څلوېښت زره ) د اپوزېشن جنګیالي دي او ( اتویشت زره ) بهرني وسله وال دي.

یاده ډله وايي ، دوی فکر کوي چې د شام په روانه جګړه کې به ټول تر ( درې لکه ، لس زره ) زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG