د پاکستان سوداګرۍ وفاقي وزیر خرم دستګیر ژمنه کړې چې د کراچۍ له بندره به له ۲۴ ساعته تر ۴۸ ساعته پورې د افغان سوداګرو نوي فیصده مالونه پرېښودل شي.
له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې د چارشنبې پر ورځ د خبرو پر مهال خرم دستګیر وویل چې تر دې وروسته افغان سوداګر کولی شي چې پرته له کوم خنډه خپل مالونه د کراچۍ د بندر له لارې انتقال کړي.
د خرم دستګیر په وینا د روان کال د جولاي د میاشتې له پیله به د پاکستان اورګاډی دا اجازه ترلاسه کړي چې د افغان سوداګرو مالونه له کراچۍ چمن او پیښور ته ولیږدوي.
تمه ده چې د دې ژمنې له مخې له کراچۍ څخه د اورګاډي له لارې هره اونۍ د افغان سوداګرو څلور سوه کانتینره مال د افغانستان تر پولو ورسیږي.