د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د کونړ او نورستان ولسوالیو لارې د خلکو پر مخ تړلي دي


د کونړ او نورستان د څلورو ولسوالیو لارې د خلکو پر مخ تړل شوي دي.د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز اسعدآباد ته د ناړۍ او غازي آباد غځیدلې لار له پرون (جمعه) سهار راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې ده.

د ښاغلي سیدخیل په خبره د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو او د خیبرپښتونخوا چترال ته هم خلک دا لار کاروي چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ امنیه قومندان زیاتوي افغان ځواکونه هڅه کوي چې لاره بېرته پرانیزي؛ خو وسله وال طالبان په هغوځايي خلکو ډزې کوي چې د لارې د خلاصون هڅې کوي.

وسله والو طالبانو د دې لارې د تړلو اصلي لامل نه دی روښانه کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG