د شام د یو شمیر اپوزيشن غړیو او د شام د حکومت استازیو ترمنځ خبرې په ماسکو کې په داسې حال کې پای ته ورسیدې چې دواړو لوریو پر یوه بل انتقاد وکړ چې د پرمختګ مخه نیسي.
څیړونکي وایي چې کرملین دغه خبرې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ د دې لپاره تنظیم کړې وې چې خپل نړیوال دریځ په داسې وخت کې بیرته ترلاسه کړي چې د يوکراین پر سر یې له غرب سره اړیکي خړې پړې شوي دي.
د شام د اپوزيشن یوې مهمې ډلې چې لویدیځ یې ملاتړ کوي په دې خبرو کې برخه نه وه اخیستې.
روس د شام په کورنۍ جګړې کې چې پنځم کال یې پیل شو، د بشار الاسد د رژیم پلوي کوي.
د شام په جګړو کې شاوخوا دوه لکه شل زره کسان وژل شوي او نږدې څلور میلیونه مهاجر شوې دي.