د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ملي اردو يو سرتيری وژل شوی بل ټپي شوی


د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په تصادفي نښته کې د ملي اردو يو تن سرتيری وژل شوی او بل هغه يې ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد مشال راډيو ته وویل:نن (چارشنبه) د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته یو شمير بهرني ميلمانه راغلي ول چې له ولایتي چارواکو سره له خبرو وروسته، د تلو په حال کې وو چې د ملي اردو يو تن سرتيري د بهرنيو ځواکونو د سرتيرو په يوې څو کسيزې ډلې ډزې وکړې چې د بهرنيو ځواکونو په ځوابي ډزو کې د ملي اردو یو تن سرتيری ووژل شو او بل هغه يې ټپي شو.

جنرال شيرزاد د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره شميره نه ښيي خو په خبره يې د بهرنيو ځواکونو څو تنه سرتيري هم په دې پيښه کې په ډزو لګيدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG