د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیسو له پرونه راهسې د ښار په بیلا بیلو برخو کې په لټوني عملیاتو کې خوا او شا ۲۰۰ مشکوک کسان نیولي دي.

د ښار پولیس مشر اېس اېس پيی رانا عمر فاروق وايي، په نیول شوو کې د ناقانونه تنظیمونو غړي، اشتهاري ملزمان، د پېسو لپاره تېښتوونکي او ناقانونه استوګن افغان کډوال شامل دي.

د نوموړي په خبره چې د عملیاتو په ترڅ یې ګڼه وسله، باروت او کرکه خورونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

رانا فاروق وايي، چې عملیات نه یواځې د وسله والو پر ضد دي بلکې په هر ډول جرمونو ککړو خلکو پر ضد هم دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG