د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له یمن څخه د پاکستانیو د اېستلو لپاره تیاري شوې ده "


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف (پخوانی عکس)
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف (پخوانی عکس)

د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ویلي دي چې په يمن کې د کړکېچنو امنیتي حالاتو له کبله هلته مېشتې پاکستانۍ کورنۍ له ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

اسلام اباد: د پاکستان د وزيراعظم نواز شریف په امر د دې لپاره تیاري شوې ده چې په یمن کې مېشت پاکستاني وکړي له هغه هیواده و اېستل شي.

دا له هغه وروسته ده چې پاکستاني وزیراعظم د جمعې په ورځ وویل چې په يمن کې د کړکېچنو امنیتي حالاتو له کبله هلته مېشتې پاکستانۍ کورنۍ له ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

د شنبې په ورځ د وزیراعظم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په یمن کې د مېشتو پاکستانیو وګړو د ستنولو لپاره دوې الوتکې چمتو کړل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا دوې الوتکې یوازې دې ته انتظار دي چې اړوند چارواکي ورته د الوت اجازه ورکړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په یمن کې د کړکېچنو حالاتو له کبله د دې هیواد هوايي ډګرونه هم سم فعال نه دي.

نواز شریف د جمعې په ورځ امر وکړ چې د دې پاکستانیو کورنیو د خوندیتوب لپاره دي داسې ګامونه پورته کړل شي چې هغوی ژر تر ژره پاکستان ته ستانه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې سعودي عرب ورڅخه غوښتنه کړېده چې په يمن کې دي د حوثي شيعه ياغيانو پر ضد په عملياتو کې برخه واخلي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف پارلمان ته وویل چې حکومتي او پوځي چارواکو په ګډه غونډه کې د يمن په جګړه کې د برخه اخستو پريکړه نه ده کړې بلکې يوازې د سعودي عرب د مځکنۍ بشپړتيا د ساتلو په لړ کې یې له هغه هیواد سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د پاکستاني حکومت ځینو سياسي اپوزيشن ګوندونو او قبايلي مشرانو هم پر حکومت زور اچولی دی چې د يمن په جګړه کې له برخې اخیستو ډډه وکړي.

د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د شعیه مسلک وګړو هم لاریون وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې يمن ته د حوثي ياغيانو پر ضد جګړې لپاره خپل پوځونه ونه ليږي.

د مظاهرې ګډونوالو د سعودي عرب پر ضد هم شعارونه ورکړل. د مجلس وحدت المسليمين مشر مولانا علي انور وويل که د پاکستان پوځونه يمن ته ولېږل شو نو دوي به يې پرضد سړکونو ته راوځي.

XS
SM
MD
LG