د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانیو ځواکونو په خېبر کې ګڼ وسله وال وژلي دي'


د خېبرایجنسۍ یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط بېګا شپه مشال ریډیو ته ویلي د خېبردویم عملیاتو په ترڅ کې امینتي ځواکونو پرون «اتوار» په لیرې پرته سیمه تیرا کې په هوایی او زمکني بریدونو کېخوا و شا اووه ویشت وسلوال وژلي دي او د هغویپینځه مرکزونه او د وسلې یوه زېرمه یې هم ورتباه کړې ده،

پوځ د تیرا په خېبرسنګر، سندانه، سنډا پال، سوخ او له دې سره اړوندو سیمو کې د وسله والو پر پټنځایونوکې د جېټ الوتکواو هېلي کاپټروبمباري کړې. په زمکنۍ جګړه کې یې د دوی پرضد توپ خانه هم کارولې ده او یو شمېر مهم ځایونه یې ترې ولکه کړي دي.

د دغه ادعاوو ازادو سرچینو پخلی نه دی کړی.

خو وسله والو بیا مشال رېډیو ته په استول شوي یوه انټرنیټي پیغام کې د حکومتي ادعاوو تردید کړی دی.

یاده دې وی چې د خېبرایجنسې په باړه کې د خېبریو عملیات سر ته رسېدلي دي او باړې ته د اکا خیلو قبیلې بې کوره کړل شوو خلکو ستنېدل هم پیل شوی دي، خو په دې وروستو کې د وسلوالو ډلو پرضد په تیرا کې د خېبردویم په نامه عملیات پیل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG